د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده له فرمان سره سم په هېواد کې د سوالګرو ټولولو بهیر رسمآ د حکومتي چارواکو له خوا پیل شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه بهیر پرون شنبې د زمري ۲۲ مه په رسمي ډول پیل شو، چې د پرانستې په مراسو کې یې ځینو چارواکو هم ګډون کړی وو.
د سوالګرو ټولو لړۍ له کابل څخه پیل شوه او د کورنیو چارو، کار او ټولینزو چارو وزارتونو او سرې میاشتې له خوا په ګډه راټولېږي.
ارګ وايي، د کابینې له منظورې شوې کړنلارې سره سم به سره میاشت د سوالګرو له بایمیتریک وروسته غیر حرفوي سوالګرو ته میاشتنی خرچ برابروي او د دوی د ماشومانو د زده کړو په برخه کې ونډه اخلي.
د ارګ خبرپاڼه وايي، دغه بهیر به له کابل وروسته نورو سترو ولایتونو ته هم وغځېږي، خو دا یې نه دي ویلي، چې د حرفوي سوالګرو برخلیک به څنګه کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل