د افغانستان د سوداګرۍ وزارت یو پلاوی روسیې ته تللی

23 اسد 1401 ساعت 10:22

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د سرپرست وزیر نورلادین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی روسیې ته تللی دی.


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د سرپرست وزیر نورلادین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی روسیې ته تللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي عزیري او ورسره پلاوی پرون شنبې د زمري ۲۲ مه مسکو ته تللي دي.

سرچینې زیاته کړې، د دې پلاوي د سفر هدف د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا ده، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

روسیې که څه هم تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو په تېر یوه کال کې یې د طالبانو له حکومت سره نږدې اړیکې پاللي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153313

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153313/

جمهور
  https://www.jomhornews.com