۰
افغان حکومت:

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې وروستۍ راپور حقیقت نه لري

یکشنبه ۲۳ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۶
د افغانستان اسلامي امارت د ملګر ملتونو د کارپوهانو ډلې هغه راپور په کلک رد کړ، چې ګڼې د طالبانو له واکمنېدو سره بشري حقونه تر پښو لاندې شوي.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې وروستۍ راپور حقیقت نه لري
د افغانستان اسلامي امارت د ملګر ملتونو د کارپوهانو ډلې هغه راپور په کلک رد کړ، چې ګڼې د طالبانو له واکمنېدو سره بشري حقونه تر پښو لاندې شوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو د واکمنېدو د کلیزې په درشل کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې پر طالبانو فشار راوړي تر څو بشري حقونو ته اساسي درناوی وکړي.

خو د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې دغه راپور په کلکه رد کړی وايي، دا راپور واقعیت نه لري.
 
ښاغلی مجاهد وايي، د ملګروملتونو سازمان هم کله کله په خپلو راپورونو کې ځینې کمزوري داسې ټکي چې له واقعیت سره سمون نه لري اخلي او د پروپاګند برخه ګرځي.

د هغه په وینا ملګري ملتونه یو مشهور او معتبر بنسټ دی نو باید په خپلو راپورونو، قضاوتونو او اعلامیو کې ډېر دقت او د حقایقو ترجماني وکړي نه دا چې د یو چا په خوله یا د ضعیفو اقوالو پر بنا یا له لیرې قضاوت وکړي او وضعیت ناسم وښيي.

مجاهد له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او د ملکي وګړو د تلفاتو کمېدل، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته مثبت پرمختګونه وبلل او ویې ویل چې بشري حقونه په افغانستان او لویدیځ کې جلا تعریفونه لري.

نوموړي ویلي، په افغانستان کې اوسمهال هېڅ سیاسي بندیان نه شته، محاکم فعال دي او په اقتصادي برخو کې فعالیتونه روان دي.

د افغان حکومت مرکزي ویاند که څه هم ومنله چې د اقتصاد او د نجونو د تعلیم په برخو کې ستونزې شته، خو ټینګار یې وکړ چې دا ستونزې به ژر حل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي