۰

اسلامي امارت یوې پولیسې ته اعزازي رتبه ورکړه

یکشنبه ۲۳ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۶
افغان حکومت هغې مېرمنې ته چې څو ورځې مخکې په کابل کې پر یوه کور د عملیاتو پرمهال وژل شوې وه، اعزازي رتبه ورکړه.
اسلامي امارت یوې پولیسې ته اعزازي رتبه ورکړه
افغان حکومت هغې مېرمنې ته چې څو ورځې مخکې په کابل کې پر یوه کور د عملیاتو پرمهال وژل شوې وه، اعزازي رتبه ورکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیوچارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د رووفې په نوم دې ښځې ته اعزازي رتبه ورکړې ده.

رووفه د کابل ښار د پولیسو په پنځمه حوزه کې سرتېرې وه او څو ورځې مخکې د کابل په جمال مېنې سیمه کې پر یوه کور د عملیاتو پرمهال ووژل شوه.

هغه کور چې عملیات پرې ترسره شوي، د خوارجو یا داعش ډلې مهمه ځاله وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي