۰

کابو ۹ زره بې ځایه شوي خپلو سیمو ته استول شوي دي

دوشنبه ۲۴ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۴
د کابل د کډوالو چارو ریاست وايي، په تېر یوه کال کې شاوخوا ۹ زره بې ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته استول شوې، خو لا هم ۱۰ زره لا په کابل کې شته دي.
کابو ۹ زره بې ځایه شوي خپلو سیمو ته استول شوي دي
د کابل د کډوالو چارو ریاست وايي، په تېر یوه کال کې شاوخوا ۹ زره بې ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته استول شوې، خو لا هم ۱۰ زره لا په کابل کې شته دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کډوالو چارو رییس مولوي عبدالمتین رحیمزی وايي، دا مهال ۱۰ زره داخلي بې ځایه شوې کورنۍ په کابل کې ژوند کوي چې په خپل وخت سره به دوی هم خپلو سیمو ته انتقال شي.

نوموړي زیاته کړې، دغه پروسه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کابل د کډوالو چارو ریاست په همغږۍ ترسره کېږي.

دی زیاتوي،  پرون یې ۲۱۰ نورې کورنۍ خپلو سیمو ته ولېږدول شوې او هرې یوې کورنۍ ته ۲۰۰ ډالره د تراسپورټ لښګښت هم ورکړل شوی دی.

رحیمزی وايي، له یادو کسانو سره به په خپلو سیمو کې څلور څلور سوه ډالره نوره مرسته هم وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي