د افغانستان د اسلامي امارت رییس الوزرا له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له افغان حکومت سره تعامل وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي حسن اخند دغه څرګندونې د زمري ۲۴مه پر افغانستان د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو او امریکا د ماتې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې کړې دي.
ښاغلي حسن اخند د کابل د نیولو په مناسبت یوه پیغام کې ټول ولس ته د دغې بریا مبارکي ورکړې.
نوموړي ویلي چې ټول ملت باید د دغې سترې بریا قدردانی وکړي او د اسلامي نظام د پایښت لپاره لا زیاته همکاري وکړي.
په دغه پیغام کې له نړیوالو غوښتل شوي چې باید له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې پياوړې کړي.
د افغانستان رییس الوزرا ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی او نور هېوادونه هم باید له افغانستان سره مثبت اونیک سیاسي او تجارتي تعامل ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل