یونیسف ۴۵۷ زره افغان ماشومانو درملنه کړې ده

26 اسد 1401 ساعت 9:37

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونېسف وايي، د ۲۰۲۱م کال د اګست له میاشتې راهیسې یې د ۴۵۷ زره هغو ماشومانو درملنه کړې، چې په شدیده خوارځواکۍ اخته وو.


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونېسف وايي، د ۲۰۲۱م کال د اګست له میاشتې راهیسې یې د ۴۵۷ زره هغو ماشومانو درملنه کړې، چې په شدیده خوارځواکۍ اخته وو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دې ادارې د پروني ټویټ له مخې دغه څلور لکه اووه پنځوس زره ماشومان وژغورل شول، خو دغومره شمېر نور د رغېدو لپاره دویم چانس لري.

په وروستیو کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې شا و خوا یو ميلیون ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

افغانستان کې وروستۍ طبيعي پېښې او کمزوری اقتصاد هغه لاملونه دي چې ماشومانو او کورنيو ته کافي خواړه نه‌رسېږي چې له امله يې ماشومان په خوارځواکۍ اخته کېږي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 153413

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153413/

جمهور
  https://www.jomhornews.com