کرزی: هڅې روانې دي، چې د نجونو ښوونځي پرانستل شي

26 اسد 1401 ساعت 10:30

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي، د اوسنی حکومت ډېری مشران ښوونځیو ته د نجونو د تګ ملاتړ دي او هڅه کوي، چې ژر تر ژره ښوونځي پرانستل شي.


پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي، د اوسنی حکومت ډېری مشران ښوونځیو ته د نجونو د تګ ملاتړ دي او هڅه کوي، چې ژر تر ژره ښوونځي پرانستل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي په تازه مرکه کې زیاته کړې، په اوسني حکومت د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ فکر شته دی او په خبره یې ستره برخه مشران د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو له بهیر سره مخالف دي.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان له جګړو راوتلی دی او د نوي حکومت مسوولیت دی چې د ملت د خدمتګارانو په توګه د دوی غوښتنو ته درناوی وکړي او دوی ته په ډاډمنه فضا کې د ژوند زمینه برابره کړي.

پخواني ولسمشر ټینګار کړی، چې تعلیم او کار د ټولو افغانانو حق دی او افغان نجونې باید ښوونځيو ته لاړې شي.

 حامد کرزي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، ښوونځیو ته د نجونو د تګ برخه کې پراخې هڅې روانې دي چې ژر تر ژره د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153417

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153417/

جمهور
  https://www.jomhornews.com