کرکټ: د اسیا جام لپاره افغان لوبډله اعلان شوه

26 اسد 1401 ساعت 13:07

د افغانستان کرېکټ بورډ د راتلونکو اسیا جام سیالیو لپاره ۱۷ کسیزه ملي لوبډله اعلان کړې ده.


د افغانستان کرېکټ بورډ د راتلونکو اسیا جام سیالیو لپاره ۱۷ کسیزه ملي لوبډله اعلان کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې محمد نبي به د لوبډلې کپتان یا لوبډلمشر وي او ۳ احتیاطي لوبغاړي هم لوبډله کې اخیستل شوي دي.
 
په لوبډله کې حضرت الله ځاځی، رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، عثمان غني، ابراهیم ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ، حشمت الله شهیدي، افسرخان ځاځی، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، سمیع الله شینواری، راشدخان، فضل حق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق، نور احمد او مجیب الرحمن شامل دي.
 
سربېره پر دې قیس احمد، شرف الدین اشرف او نجات مسعود د یاد نوملړ په احتیاطي لوبغاړو کې اخیستل شوي دي.
 
د یادولو ده چې د اسیا جام سیالۍ د روانې اګست میاشتې پر ۲۷مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي او د سپتمبر میاشتې تر ۱۱مې به دوام وکړي.
 
د یادو سیالیو په الف ګروپ کې هندوستان، پاکستان او د (متحده عربي اماراتو، هانګ کانګ، کویت او سنګاپور لوبډلو) له منځه یوه لاره موندونکې لوبډله او دغه راز په (ب) ګروپ کې افغانستان، بنګله دېش او سریلانکا شامل دي.

افغان لوبډله به د یادو سیالیو په لړ کې خپله لومړنۍ لوبه د روانې اګست میاشتې په ۲۷مه نېټه د سریلانکا پر وړاندې به دوبۍ لوبغالي او خپله دویمه لوبه د همدې میاشتې په ۳۰مه نېټه د بنګله دېش پر وړاندې په شارجه لوبغالي کې ترسره کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153434

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153434/

جمهور
  https://www.jomhornews.com