ملګرو ملتونو په افغانستان او پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له زیانمن شویو کورنیو سره د مرستو د چمتوالي اعلان کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه سازمان ویاند استفان دوجاریک وايي، دوی په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله چې خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي مرسته کوي.
نوموړي ویلي، په افغانستان کې وروستیو سېلابونو یو شمېر ولایتونه سخت ځپلي چې له امله یې ۸۲۰۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.
د دوجاریک په وینا د سږ کال له پیل څخه افغانستان کې د سېلابونو له امله ۲۵۶ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه راز نوموړي ویلي، پاکستان کې هم سېلابونو خلکو ته زیان رسولی او ملګرو ملتونو د زیانمن شویو کسانو د پېژندنې لپاره کاري ډلې ځپلو شویو سیمو ته لېږلي دي.
دی وايي، دغه ټیمونه به خلکو ته لومړني توکي، لکه خواړه، اوبه، کمپلې، روغتیايي خدمات او ځینې نورې مرستې برابرې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل