۰

اسیا جام کرکټ: هند، پاکستان ته ماته ورکړه

دوشنبه ۷ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۴۳
د کرکټ اسیا جام سیالیو په دویمه لوبه کې هند، پاکستان ته په څلور وېکټو ماته ورکړه.
اسیا جام کرکټ: هند، پاکستان ته ماته ورکړه
د کرکټ اسیا جام سیالیو په دویمه لوبه کې هند، پاکستان ته په څلور وېکټو ماته ورکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبه پرون یکشنبې د وږي ۶ مه د افغانستان پر وخت شپږنیمې بجې د متحده عربي اماراتو دوبۍ کې تر سره شوه.

د لوبې پچه یا ټاس هندي لوبډل مشر روهت شرما وګاټه او لومړی یې پاکستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

پاکستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۲۰ اور کې ۱۴۸ منډې هدف هندي لوبډلې ته وټاکه.

د هندي توپ اچونکو له خوا بونېشور کمار ښه توپ اچونه وکړه او څلور پاکستاني لوبغاړي یې وسوځول.

هند په دویمه پاڼې کې د هارډېک پانډیا په ښکلې توپ وهنې سره په ۲۰ اور کې ورکړل شوی هدف پوره او دغه لوبه یې له پاکستان څخه وګټله.

د یادونې ده، چې د دغه جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان سریلانکا ته کمسارې ماته ورکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي