د کرکټ د اسیا جام ۲۰ اوریزه سیالیو په لړ کې نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د بنګله دېش له لوبډلې سره لوبه لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبه به نن سه شنبې د وږي ۸ مه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې تر سره شي.
لوبه د افغانستان پر وخت ماښام شپږنیمې بجې پیلېدونکې ده او افغان لوبډله وايي، پوره چمتوالی یې ورته نیولی دی.
دا په روان جام سیالیو کې د افغانستان دویمه لوبه ده.
کرکټ بورډ هم وايي، په لومړۍ سیالۍ کې سریلانکا ته په کمسارې ماتې ورکولو سره د افغان لوبغاړو مورال خورا لوړ دی او پوره چمتوالی یې ورته نیولی دی.
تمه ده چې افغان لوبډله له بنګله دېش سره هم د سریلانکا په شان ښه لوبه وکړي او بریا خپله کړي.
که افغانستان له بنګله دېش څخه دغه لوبه وګټي، نو د روانو سیالیو د څلور غوره لوبډلو پړاو ته یې تګ یقیني کېږي.
جمهور خبري آژانس:کابل