۰

کرکټ: افغانستان بنګله دېش مات کړ، د اسیا جام څلور غوره لوبډلو پړاو ته ووت

چهارشنبه ۹ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۲۷
د اسیا جام ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو په لومړي پړاو کې افغانستان، بنګله دېش ته په ماتې ورکولو سره د روان جام دویم یا د څلور غوره لوبډلو پړاو ته ووت.
کرکټ: افغانستان بنګله دېش مات کړ، د اسیا جام څلور غوره لوبډلو پړاو ته ووت
د اسیا جام ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو په لومړي پړاو کې افغانستان، بنګله دېش ته په ماتې ورکولو سره د روان جام دویم یا د څلور غوره لوبډلو پړاو ته ووت.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان ملي لوبډلې د یاد لړۍ دویمه سیالي پرون سه شنبې د وږي ۸ مه د متحده عربي امارتو په شارجه لوبغالي کې له بنګله دېش سره وکړه.

د لوبې پچه یا ټاس بنګالۍ لوبډلې وګاټه او لومړي یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۲۰ اورنو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه.

د افغان توپ اچوونکو له خوا یوازې مجیب الرحمن او راشد خان وتوانېدل، چې د بنګله دېش لوبډلې درې درې لوبغاړي وسوځي.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د افغانستان پیل ښه نه و، رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاخۍ او محمد نبي ژر ژر وسوځېدل، خو د ابراهیم ځدران او نجیب الله ځدران ښې توپ وهنې د لوبې اړخ بدل کړ.

ابراهیم ځدران په ۴۱ توپونو ۴۲ منډې وکړې او نجیب الله ځدراڼ چې د لوبې غوره لوبغاړی هم شو، د شپږو شپږیو پر مټ په ۱۷ توپونو ۴۳ چټکې او ناسوځېدلې منډې وکړې.

د نجیب الله ځدران په زړه پورې شپږیزې وې، چې افغان لوبډلې د لوبې په ۱۸.۳ اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره ورکړل شوی هدف پوره او لوبه یې وګټله.

د دې لوبې په ګټله سره افغان ملي لوبډله د اسیا جام د څلور غوره لوبډلو یا دویم پړوا ته لار وموند، چې په هغې کې به درې نورې لوبې، چې له هند، پاکستان، سریلانکا او یا هم بېرته بنګله دېش سره تر سره کوي.

د یادونې ده، چې افغان ملي لوبډلې تر دې وړاندې د یاد جام لومړۍ سیالي له سریلانکا لوبډلې په خورا ستر توپیر سره ګټلې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي