نن افغانستان له سریلانکا سره کرکټ لوبه لري

12 سنبله 1401 ساعت 8:15

ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلېی او سریلانکا د ملي لوبډلې تر منځ د اسیا جام سیالیو د څلور غوره لوبډلو لومړۍ لوبه تر سره شي.


ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلېی او سریلانکا د ملي لوبډلې تر منځ د اسیا جام سیالیو د څلور غوره لوبډلو لومړۍ لوبه تر سره شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لوبه نن شنبې د وږي ۱۲ مه د افغانستان په وخت د ماښام ۶:۳۰ بجې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې تر سره کېدونکې ده.

دا د اسیا جام ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو دویم یا د څلور غوره لوبډلو پړاو دي، چې لوبې یې د هر ټیم لپاره خورا مهمې دي.

افغانستان په لومړي پړاو لوبو کې سریلانکا ته بې سارې ماته ورکړې وه، او که نن هم ماته ورکړي، پاینل ته یې لار اسانه کېږي.

د اسیا جام دویم پړاو سیالیو کې څلور لوبډلې افغانستان، سریلانکا، هند او پاکستان شامل دي.

افغانستان له سریلانکا وروسته د راتلونکې سه شنبې  په ورځ له هند او د پنشنبې په ورځ له پاکستان سره لوبه لري.

افغان لوبډله وايي، دوی د دغه سیالیو لپاره پوره چمتوالی نیولی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 153922

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153922/

جمهور
  https://www.jomhornews.com