۰

د اسیا جام کرکټ سیالۍ: افغانستان لومړۍ لوبه سریلانکار ته وبایلله

یکشنبه ۱۳ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۰۱
د اسیا جام ۲۰ اوریزه سیالیو د څلور غوره لوبډلو لړۍ کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه سریلانکا لوبډلې ته وبایلله.
د اسیا جام کرکټ سیالۍ: افغانستان لومړۍ لوبه سریلانکار ته وبایلله
د اسیا جام ۲۰ اوریزه سیالیو د څلور غوره لوبډلو لړۍ کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه سریلانکا لوبډلې ته وبایلله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبه چې پرون شنبې د وږي ۱۲ مه د متحده عربي اماراتو شارجه لوبغالی کې تر سره شوه، پچه یا ټاس سریلانکا لوبډلې وګاټه.

سریلانکا لومړی د توپ اچوونې پرېکړه وکړه، چې افغان لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۵ منډې وکړې.

رحمان الله ګربز په ۴۵ توپونو ۸۴ منډې او ابراهیم ځدران بیا په ۳۸ توپونو ۴۰ منډې وکړې او له هغې وروسته لوبغاړي یو په بل پسې ژر ژر وسوځېدل.

سریلانکا لوبډلې ورکړی شوی هدف د لوبې د ۲۰ اور په لومړي توپ پوره او په دې سره یې د څلور غوره لوبډلو لومړۍ سیالي له افغانستان څخه وګټله.

په توپ اچونه کې مجیب الرحمن او نوین الحق دوه دوه، نبي او راشد یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

د لوبې د غوره کېچ نیوونکي جایزه نجیب الله ځدراڼ او د غوره لوبغاړي جایزه رحمان الله ګربز تر لاسه کړه.

افغان لوبډل مشر محمد نبي له لوبې وروسته په خپلو خبرو کې و ویل، چې په پای کې د دوی کمزورې توپ وهنه، ناسم فلنډینګ یا توپ نیونه او ناسمه توپ اچونه د لوبې د بایللو لامل و.

د یادونې ده، چې افغانستان تر دې وورسته د راتلونکې چهارشنبې په ورځ له پاکستان او ورپسې د پنشنبې په ورځ له هند سره لوبه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي