۰

هلمند: په یوه مدرسه کې چاودنې څلور زده کوونکي وژل شوي

یکشنبه ۱۳ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۶
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې په یوه مدرسه کې چاودنه شوې او ۷ زده کوونکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
هلمند: په یوه مدرسه کې چاودنې څلور زده کوونکي وژل شوي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې په یوه مدرسه کې چاودنه شوې او ۷ زده کوونکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

ځايي چارواکي وايي، ماشومو زده کوونکو ناچاودې مرمۍ پیدا کړې وه او لوبې یې پرې کولې، چې چاودنه پرې شوې ده.

د دوی په وینا په دغه چاودنه کې څلور زده کوونکي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، په وژل شویو کسانو کې دوه نجونې شاملې دي او تپیان ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي