۰

د تېرې شپې زلزلې کونړ کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

دوشنبه ۱۴ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۷
د طبعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي سیمه ییز چارواکي وايي، د تېرې شپې د زلزلې له امله کونړ ولایت کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د تېرې شپې زلزلې کونړ کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د طبعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي سیمه ییز چارواکي وايي، د تېرې شپې د زلزلې له امله کونړ ولایت کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تېره شپه (د وږي ۱۳ مه) د دريښتر په کچه ۵.۳ درجې لويې زلزلې مرکز د افغانستان د ننګرهار ولايت و چې د کابل په ګډون یې یو شمېر نور ولایتونه هم ولړزول.

د کونړ د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره ویلي د دغه زلزلې له امله د دغه ولايت د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې ۶ کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د یادې ادارې د زيانونو د ارزونې مدیر احسان الله احسان زیاته کړې، چې د شپې نږدې دوه نيمې بجې د نسبتا زورورې زلزلې ټکانونه محسوس شول چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، د نورګل ولسوالۍ په مزار درہ کې شپږ کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې،  د زلزلې له امله د کونړ په بېلابېلو سيمو کې لسګونه کورونه هم تخريب شوي دي.

د یادونې ده، چې تر دې څه کم دوه میاشتې وړاندې پکتیکا او خوست کې سختو زلزلو کابو ۳ زره کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او زرګونه کورنه یې تخریب کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي