۰

فاریاب: په ترافیکي پېښه کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

دوشنبه ۱۴ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۵
سیمه ییز چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
فاریاب: په ترافیکي پېښه کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
سیمه ییز چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن دوشنبې د وږي ۱۴ مه سهار ۴ بجې د فاریاب – جوزجان پر لویه لار د حدبخشي په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو فلانکوچ موټر د فارياب د بل چراغ له ولسوالۍ د جوزجان په لور روان و چی له یو تراکتور سره يې ټکر کړی دی.

د اندخوۍ ولسوالۍ د امنیت امر قاري رحمت الله وايي، په دې پېښه کې ۳ ماشومان، دوې ښځې او موټر چلوونکی مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ نور کسان ټپیان شوي دي.

د اندخوۍ ولسوالۍ روغتیايي مسوولین وايي، د درېيو ماشومانو، دوو ښځو او موټر چلوونکي په ګډون د شپږو کسانو مړي او ۹ ټپیان چی ډېری یې ماشومان دي، دغه روغتون ته وړل شوي دي.

د سرچینې په وینا د پېښې ټول مړه او ټپيان د بل چراغ ولسوالۍ په نیشر سیمه کې د دوو کورنیو غړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي