حکمتیار: امارت دې له شپږم پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي

26 سنبله 1401 ساعت 9:11

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کړې ده.


د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي پر اسلامي امارت غږ کړی، چې په دې برخه کې خپل اسلامي او تاریخي مسوولیت ادا کړي.

حکمتیار وايي، اوسني حکومت ته یې مشوره دا ده څو له دې تاریخي او طلایي فرصت ګټه پورته کړي او د یوه اغېزمن، رغنده او سالم تعلیمي نصاب په جوړولو سره نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته لاړې شي.

نوموړي ویلي، افغان کورنۍ دې ته چمتو دي څو ښوونځیو ته د تلونکو نجونو ته د اسلامي امارت لخوا غوره شوی حجاب ومني او د ښځینه ښوونکو لخوا ورته تدریس وشي.

که څه هم شرعي لحاض نارینه کولی شي نجونو ته هم تدریس وکړي.

د هغه په وینا د علم په ډګر کې شاته پاتې ېدل د دښمن سره په جګړه کې د سنګر د پرېښودولو سره ورته والۍ لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 154407

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154407/

جمهور
  https://www.jomhornews.com