د شانګهاۍ د همکارۍ د سازمان د غړیو هېوادونو یو شمېر مشرانو په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د ثبات لپاره مهم وبلل.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د چین ولسمشر شي جین پینګ د شانګهای د همکارۍ د سازمان سرمشریزې ته په وینا کې ویلي، نړیوال باید اوسني افغان چارواکي وهڅوي چې یو پراخ بنسټه او ټولشموله سیاسي جوړښت رامنځته کړي او د تروریزم ټوکېدو ته د زمینې برابرولو مخه ونیسي.
نوموړي زیاته کړې، دا ډاډ باید ترلاسه شي چې د شانګهای د سازمان د افغانستان د تماس ډلې، د همغږۍ د میکانیزم او د افغانستان د ګاونډیانو په منځ کې د همکارۍ رول دوام پیدا کړي.
په ورته وخت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، د شانګهای د همکارۍ د سازمان یو لومړیتوب له تروریزم او افراطیت سره مبارزه ده او یوه بله مهمه دنده یې د افغانستان په ګډون د پولو په اوږدو کې د کړکېچونو هواری دی.
که څه هم نوي افغان حکومت په وار وار د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې دوی به هېچا ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
خو له دې سره سره د روسیې په ګډون د افغانستان شمالي د منځنۍ آسیا ګاونډیان چې له ترکمنستان پرته نور ټول یې د دې سازمان غړي دي، له افغانستانه د تروریزم او سختدریځۍ خپرېدو ته اندېښمن دي.
جمهورخبري آژانس:کابل