کابل کې د امریکا پر ضد لاریون: د افغانستان شتمنۍ آزاده کړۍ

26 سنبله 1401 ساعت 11:11

سلګونو کسانو پلازمېنه کابل کې د امریکا او انګلیس پر ضد لاریون کړی وايي، امریکا دې د افغانستان ګنګل کړې شتمني آزاده کړي.


سلګونو کسانو پلازمېنه کابل کې د امریکا او انګلیس پر ضد لاریون کړی وايي، امریکا دې د افغانستان ګنګل کړې شتمني آزاده کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لاریون نن شنبې د وږي ۲۶ مه پیل شوي او لاریون وال د امریکا ضد شعارونو سره وایي، امریکا په اقتصادي بندیزونو افغان وژنې ته دوام ورکړی دي.

لاریون وال په خپلو شعارونو کې وايي، امریکا د افغانستان د ۹ میلیادره شتمنۍ په کنګل کولو سره افغان ماشومان د اقتصادي پلوه وژني.

دوی له امریکا په جدي ډول غواړي، چې د افغانستان کنګل کړې شتمني آزاده کړي او پر دغه هېواد اقتصادي بندیزونه پای ته ورسوي.

لاریون وال دا هم وایي، چې امریکا او انګلستان په افغانستان کې عام او بې ګناه خلک قتل عام کړي دي، چې باید محاکمه شي.

دوی ټینګار کړی، چې د امریکا او انګلستان پوځي افسران باید د جنګي جرمونو په تور محاکمه شي او د افغانستان د ورانیو تاوان ترې واخیستل شي.

دغه لاریون له هغې وروسته په راوتلی، چې امریکا وړمه ورځ اعلان وکړ، چې د افغانستان د کنګل کړې شتمنۍ درېیمه برخه به سویس کې یوه بانک ته وسپاري.

امریکا ویلي دغه پیسې به د طالبانو حکومت لاس ته ورنه شي او دغه راز د بشري مرستو په برخه کې به هم ونه لګول شي.

افغان حکومت، یو شمېر پخوانیو افغان چارواکو او ان روس او چین هم د امریکا دغه اقدام یو ظالمانه او د نه منلو وړ اقدام بللی دی.

روسیې او چین هم ویلي، چې امریکا باید د افغانستان کنګل کړې شتمنۍ له قید و شرط پرته ازاده کړي او امریکا باید د افغانستان په بیارغونه کې برخه واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154423

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154423/

جمهور
  https://www.jomhornews.com