ایران او پاکستان ۲۵۲ زره افغان کډوال را ایستلي دي

27 سنبله 1401 ساعت 7:25

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، روان کال ۲۵۲ زره تنه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه را ایستل شوي دي.


د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، روان کال ۲۵۲ زره تنه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه را ایستل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاته کړې، له دغه کډوالو څخه یې ګڼ شمېر په جبري توکه او یو شمېر یې په خپله خوښه راستانه شوي، چې ډېری یې له ایران څخه دي.

د سرچینې په وینا یادو څه باندې ۲۵۲ زره کسانو څخه ۲۳۱ زره او ۷۸ له ایران څخه راستانه شوي چې تر نیمایي زیات یې په جبري ډول را ایستل شوي دي.

دغه راز  څه باندې ۲۱ زره افغان کډوال له پاکستانه هم هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، له دغو کسانو لږ یې هغه دي چې د کډوالۍ اسناد لري او پاتې نور هغه کسان دي چې د کډوالۍ اسناد نه لري او د درملنې، سوداګرۍ او نورو کارونو لپاره پاکستان ته د لنډمهال لپاره تللي او د بېرته راتګ پر مهال ثبت شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154438

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154438/

جمهور
  https://www.jomhornews.com