د افغانستان او ایران تر منخ نوې سوداګریزه لار جوږېږي

27 سنبله 1401 ساعت 7:31

افغانستان او ايران د يوې نوې سوداګریزې لارې د پرانيستلو په لټه کې دي، چې ټاکل شوې ده دغه لاره په نيمروز کې د وريښمو پله د لارې ترڅنګ جوړه شي.


افغانستان او ايران د يوې نوې سوداګریزې لارې د پرانيستلو په لټه کې دي، چې ټاکل شوې ده دغه لاره په نيمروز کې د وريښمو پله د لارې ترڅنګ جوړه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د نيمروز د صنعت او سوداګرۍ رييس مولوي فاضل محمد فضلي ویلي، چې د نوې لارې په جوړوېدو سره به د افغانستان او ايران ترمنځ د راکړې ورکړې بهير ګړندى شي.

په ورته وخت کې ملي سوداګرو د ايران او افغانستان ترمنځ د ترانزيت د نوې لارې جوړولو په برخه کې د نوي سرپرست حکومت هڅې ستایلې دي.

سوداګر وايي، په نيمروز کې د افغانستان او ايران ترمنځ د ترانزيت د نوې لارې په جوړېدو سره به د سوداګریزې راکړې ورکړې بهير ګړندى شي.

د نيمروز د صنعت او سوداګرۍ خونې مدير نجيب الله خاشرودي وايي، د افغانستان او ايران ترمنځ د ترانزيتي نوې لارې په پرانيستلو سره به د دولت عوايد زيات شي او سلګونو ځوانانو ته به د کار زمينه هم برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم د ورېښمو پله پر لاره هره ورځ سلګونه سوداګریز کاروانه تګ راتګ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154439

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154439/

جمهور
  https://www.jomhornews.com