په افغانستان د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما سرپرست مارک پوټزل د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل، غمجن او د شرم وړ عمل بللی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یوناما سرپرست مارک پوټزل، له شپږم ټولګې پورته ښوونځیو څخه د نجونو روان محرومیت هېڅ ډول معتبره توجیه نه لري او په نړۍ کې هېڅ بل ځای دا ډول څه نه شته.
د پوټزل په خبره، دا د نجونو یو نسل او په خپله د افغانستان راتلونکي ته سخت زیان رسوي.
سرچینې دا د اوسنیو واکمنو له خوا د پراخې تبعیضې پالیسې او کړنو برخه بللې وايي، دا چاره د نجونو څنډې ته کېدو، له هغوی سره د تاوتریخوالي او ناوړه ګټې اخیستنې ګواښ ډېروي.
یوناما خبرداری ورکړی که د نجونو او ښځو سره دا ډول چلند دوام وکړي، د لویو ناامنیو، بېوزلۍ او انزوا په ګډون به، د افغانستان پر وړاندې کړکېچونه لا ژور کړي.
د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د سولې، ټولګډونه حکومت جوړېدو، امنیت، بشري حقونو او اقتصادي بیا رغونې لپاره د مناسبو شرایطو برابرول د طالبانو مسوولیت بللی او ترې یې غوښتي چې هر څه ژر د نجونو ښوونځي پرانېزي او د ښځو د ازادیو او د حقونو د خوندیتوب مخه ونه نیسي.
جمهورخبري آژانس:کابل