یو شمېر افغانانو د امریکا د کانګرېس مخې ته پرلټ وهلی دی

28 سنبله 1401 ساعت 10:21

یو شمېر افغانانو او پخوانیو امریکایي پوځیانو په واشنګټن کې د کانګرېس ودانۍ مخې ته پرلت وهلی دی.


یو شمېر افغانانو او پخوانیو امریکایي پوځیانو په واشنګټن کې د کانګرېس ودانۍ مخې ته پرلت وهلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دې پرلت یو تن افغان ګډونوال او د افغان امریکايي بنسټ غړي جاوید کوټوال ویلي، دوی څلور ورځې مخکې دا پرلت پیل کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، د دوی پرلت به له دوو اونیو څخه نیولی، کېدای شي تر شپږو میاشتو پورې ادامه ورکړي.

دی وايي، له پرلت یې موخه داده، څو د امریکا کانګرېس هغه قانون یا مصوبه تصویب کي چې نویو راغلیو افغانانو ته پکې د دایمې اوسېدو حق ورکول کېږي.

کوټوال زیاتوي،  تېر کال په افغانستان کې د حکومت تر سقوط وروسته شاوخوا ۷۵ زره افغانان امریکا ته د تخلیې په پروګرام کې بیول شوي او دوی ته د دوو کالو ویزه ورکړل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154461

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154461/

جمهور
  https://www.jomhornews.com