کابلوف:

ټول ګاونډیان په افغانستان کې ټول شموله حکومت غواړي

28 سنبله 1401 ساعت 10:28

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانگړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د افغانستان ټول گاونډيان په دې هیواد کې ټولشموله حکومت غواړي.


د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانگړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د افغانستان ټول گاونډيان په دې هیواد کې ټولشموله حکومت غواړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نومړي زیاته کړې، د افغاني ټولنې د وضعیت په عادي کولو کې د ټولشموله حکومت رامنځته کېدل لومړنی ګام دی چې ورسره به د نجونو د ښوونځيو او کار ته د مېرمنو د بېرته ورتګ ستونزه هم حل شي.

ضمیر کابلوف له سپوتنیک خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي د افغانستان اوسنۍ وضعیت تر جګړیز وضیت ډېر خطرناک بللی دی.

هغه کابل کې د روسیې پر سفارت د چاودنې په اړه څیړنې رواني دي خو په وینا یې د لومړنیو معلوماتو له مخې د چاودنې امر د انگریزي غربیانو لخوا ورکړل شوی دی.

کابلوف همداراز په افغانستان کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو عملیاتو او پکې د پاکستان نقش ته په اشارې ویلي، روسیه د سیمې هیوادونو لخوا امریکا ته د اډو ورکولو سره شدیداً مخالفه ده.

کابلوف پر داسې مهال د ټولګډونه حکومت غوښتنه کوی، چې اسلامي امارت وايي، حکومت یې ټول شموله دی او چا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

د دوی په وینا په ګڼو ګاونډیو هېوادونو کې داسې حکومتونه دي، چې ځینې لږکي یې بېخي ترې بې برخې کړې، خو اسلامي امارت ځان ته حق نه ورکوی، چې کوم هېواد ته و وايي، چې تاسې هم ټولګډونه حکومت جوړ کړی.

د طالب چارواکو په وینا په تاجکستان کې په تېرو ۳۰ کلونو کې یوازې یو اړخ په واک کې دی، په ایران کې حتی لږکیو ته د جمعې د لمانځه اجازه نشته، خو امارت کله هم دوی ته نه دي ویلي، چې تاسې ولې ټولګډونه حکومت نه جوړوی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 154464

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154464/

جمهور
  https://www.jomhornews.com