بنېټ: نور باید یوه ورځ هم د نجونو ښوونځي نه وي تړلي

28 سنبله 1401 ساعت 10:33

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بنېټ ویلي چې، د نجونو ښوونځي باید سمدستي پرانیستل شي.


د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بنېټ ویلي چې، د نجونو ښوونځي باید سمدستي پرانیستل شي.

د جمهورآژانس د خبر له مخې بينيټ پرون له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د تړل کېدو د یو کلنۍ په مناسبت په یوه ټوېټ کې دا خبره کړې ده.

نوموړي لیکلي«بس دی! یوه بله ورځ هم باید ښوونځي نه وي تړلي.»

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ښاغلي بينيټ په خپل ټوېټري بیان کې زیاته کړې چې ښوونځي باید د ټولو ماشومانو په مخ پرانیستي وي.

هغه په افغانستان کې نجونو او هلکانو ته د مساوي زده کړو د حق د ورکړې غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 154465

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154465/

جمهور
  https://www.jomhornews.com