متقي:

د حاجي نورزي خلاصون له امریکا سره د اړیکو نوی باب پرانست

28 سنبله 1401 ساعت 12:17

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د حاجي بشیر احمد نورزي، چې په حاجي بشر مشهور دی له ګوانتانامو زندانه په خوشي کېدو خوښي وښوده او ویې ویل، دا ښيي، چې هره ستونزه د خبرو اترو له لارې حل کېدای شي.


د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د حاجي بشیر احمد نورزي، چې په حاجي بشر مشهور دی له ګوانتانامو زندانه په خوشي کېدو خوښي وښوده او ویې ویل، دا ښيي، چې هره ستونزه د خبرو اترو له لارې حل کېدای شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي متقي نن دوشنبې د وږي ۲۸ مه د کابل په هوايي ډګر کې د ښاغلي نورزي له هرکلي وروسته په کانټیننټل هوټل کې په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې و ویل، چې ښاغلی نورزی د یوه امریکايي وګړي چې به افغانستان کې بندي و، خوشی شو.

نوموړي زیاته کړه، چې حاجي بشر نن د امریکا د مرکچي پلاوی له خوا په کابل کې اسلامي امارت ته وسپارل شو او دغه راز بندي امریکايي هم د افغان مرکچي پلاوی له خوا امریکایانو ته وسپارل شو.

ښاغلي متقي له دواړو مرکچي ټیمونو مننه وکړه، چې ډېر پېچلي مذاکرات یې په دې برخه کې مخ ته یووړل او په پای کې یې دواړو هېوادونو ته ګټه ورسېده.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړه، چې د ښاغلي نورزي او امریکايي وګړي خوشي کېدل د افغانستان او امریکا تر منځ د اړیکو د نوي باب پرانستو په مانا ده.

نوموړي زیاته کړه، د دوحې تړون، د ښاغلي نورزي خلاصون او داسې نورې ستونزې د میز پر سر په خبرو د حل وړ دي او اسلامي امارت هر وخت مذاکراتو ته چمتو دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د امریکا په ګډون ټولو هېوادونو او نړۍ ته ډاډ ورکړ، چې دوی خپلو پرېکړو ته ژمن دي او هېڅ وخت به د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي.

هغه له جزیات ورکولو پرته و ویل، چې د امریکا له خوا د مذاکراتو بیا پیل ته خوښ، هرکلی یې کوي او ډاډ ورکوي، چې اسلامي امارت مذاکراتو ته چمتو دی.

هغه زیاته کړه، چې له امریکايي پلاوي سره یې رغنده خبرې درلودې خو په دې اړه یې نور جزیات ورنه کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 154478

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154478/

جمهور
  https://www.jomhornews.com