امریکا غواړي د تېر حکومت الوتکې افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد وکاروي

29 سنبله 1401 ساعت 8:20

امریکايي رسنۍ پولیټیکو د باوري سرچینو په قول راپور ورکړی، چې امریکا غواړي د تېر حکومت الوتکې افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد وکاروي.


امریکايي رسنۍ پولیټیکو د باوري سرچینو په قول راپور ورکړی، چې امریکا غواړي د تېر حکومت الوتکې افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد وکاروي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سرچینې په وینا د همدې لپاره امریکا له ازبکستان او تاجکستان سره په خبرو بوخته ده.

په راپور کې ویل شوی، امریکا غواړي د مخکني افغان حکومت ۵۰ الوتکې چې د اسلامي امارت د واک ته رسېدو پر مهال دغو هېوادونو ته وړل شوې وې، په افغانستان کې د تروریستانو پر ضد وکاروي.

پولیټیکو د دوو سرچینو په قول، چې د امریکا او د منځنۍ اسیا د دوو هېوادونو تاجکستان او ازبکستان ترمنځ د خبرو په اړه یې معلومات لرل، ویلي چې دغو دوو هېوادونو ته د افغانستان د پخواني دولت ۵۰ الوتکې وړل شوي او سره له دې چې دا الوتکې څه باندې یو کال کېږي چې د افغانستان په دغو دوو ګاونډیو هېوادونو کې دي، د هغو برخلیک نامعلوم دی خو د هغو پېلوټان متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي دي.

اسلامي امارت څو ځلې له تاجکستان او ازبکستان څخه غوښتي چې دا الوتکې وروسپاري.

امریکا ویلي دا الوتکې یې د افغانستان پخواني حکومت ته ورکړې وې او نه غواړي چې طالبانو ته په لاس ورشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154490

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154490/

جمهور
  https://www.jomhornews.com