وردګو ولایت کې درې پروژې پیل شوې

29 سنبله 1401 ساعت 11:29

د وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۴۱ مېلیونه افغانیو په لګښت د درېیو ټول‌ګټو پروژو د جوړولو چارې پیل شوې.


د وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۴۱ مېلیونه افغانیو په لګښت د درېیو ټول‌ګټو پروژو د جوړولو چارې پیل شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغو پروژو کې د پاکو اوبو رسونې شبکه، استنادي دیوالونه او په بېلابېلو برخو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه شامل دي.

د یادو پروژو د پلې کولو چارو مشر نصیراحمد رشیدي ویلي، د چک ولسوالۍ په ګلی، محمد داد او لوړ خلیلي سیمو کې ٥٦٧ متره استنادي دیوال جوړېږي.

نوموړي زیاته کړې، د یادې ولسوالۍ په کنجغتو سیمه کې د پاکو اوبو رسونې یوه شبکه هم جوړېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 154502

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154502/

جمهور
  https://www.jomhornews.com