ګوترېش:

افغانستان کې د بشري حقونو او اقتصادي وضعیت خواشینونکی دی

30 سنبله 1401 ساعت 7:12

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش د دغه سازمان کلنۍ عمومي غونډې ته په خپلې پرانیستونکې وینا کې د افغانستان اقتصادي او بشري حقونو وضعیت خواشینوونکی وباله.


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش د دغه سازمان کلنۍ عمومي غونډې ته په خپلې پرانیستونکې وینا کې د افغانستان اقتصادي او بشري حقونو وضعیت خواشینوونکی وباله.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګوترېښ نوموړي نیوکه وکړه چې نړۍ کې سولې او امنیت ته ورپېښو ګواښونو او د کړکېچ مخنيوي لړ کې د ملګرو ملتونو بسپنې غوښتنه بې ځوابه پاتې شوې ده.

ګوترېش د افغانستان یادونه هم وکړه او په وینا یې د افغانستان اقتصادي وضعیت او د بشري حقونو وضعیت خواشینونکی دی.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان اقتصاد مخ پر ځوړ دى چې نيمايي افغانان له همدی کبله د لوږې سره مخ دي او د دې تر څنګ بشري حقونه او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

ښاغلي ګوترېش په نړۍ کې د لوږې مخنیوی او د سولې او ثبات راتګ هغه څه وبلل چې باید پرې نړیواله ټولنه یوه خوله شي او خپلې هڅې ونه سپموي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154514

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154514/

جمهور
  https://www.jomhornews.com