احمدولي هوتک خپل آذربایجاني سیال ته ماته ورکړه

30 سنبله 1401 ساعت 9:51

د افغانستان د آزادو سیالیو وتلي او مهشور لوبغاړي احمدولي هوتګ خپل د سوک وهنې یوه سیالۍ کې خپل آذربایجاني سیال علي ممدوف ته ماته ورکړه.


د افغانستان د آزادو سیالیو وتلي او مهشور لوبغاړي احمدولي هوتګ خپل د سوک وهنې یوه سیالۍ کې خپل آذربایجاني سیال علي ممدوف ته ماته ورکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سیالي تېره شپه (سه شنبه) د وږي ۲۹ مه د روسیې پلازمېنه مسکو کې په تر سره شوه.

احمد ولي هوتک په دغه سیالۍ کې وتوانېده، چې خپل آذربایجاني سیال علي ممدوف ته په درېیم رونډ کې ماته ورکړي.

علي ممدوف په آذربایجان کې د سوک وهنې به سیالیو کې دویم مقام لري.

د یادوونې ده، چې احمدولي هوتک تر دې څه موده مخکې خپل روسي سیال ته هم ماته ورکړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 154521

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154521/

جمهور
  https://www.jomhornews.com