د قطر امیر امریکا او طالبانو ته! د دوحې تړون عملي کړۍ

31 سنبله 1401 ساعت 6:13

د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له نړیوالو غوښتي، چې پرېنږدي څو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر پټنځای بدل شي.


د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له نړیوالو غوښتي، چې پرېنږدي څو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر پټنځای بدل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي آل ثاني د ملګرو ملتونو ۷۷ مې عمومي غونډې ته ویلي، امریکا او طالبان دې د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

نوموړي زیاته کړې، موږ تل په افغانستان کې بشرحقونو په ځانګړې توګه د ښځوحقونو ته په درناوي، مذاکرې او ښځو ته د زده کړو او کار پر اجازې ورکولو ټنګار کړی دی.

دغه راز موږ د نړۍ لخوا د افغانستان د منزوي کېدو پر خطرونو او پایلو اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

بلخوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا د قطر د امیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې اوس په افغانستان کې امن راغلی او د دغه هېواد خاوره به د نړۍ د بل هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

ښاغلي کریمي ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې هېڅ داسې بله ډله نشته چې بل کوم هېواد ته دې ګواښ پېښ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154550

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154550/

جمهور
  https://www.jomhornews.com