اردوغان: د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو په برخه کې همکاري کوو

31 سنبله 1401 ساعت 6:17

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګرو ملتونو په ۷۷ مه عمومي غونډه کې ویلي، هېواد یې د افغانستان د وضعیت ښه کېدو په برخه کې همکاري کوي.


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګرو ملتونو په ۷۷ مه عمومي غونډه کې ویلي، هېواد یې د افغانستان د وضعیت ښه کېدو په برخه کې همکاري کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اردوغان دا هم ویلي، چې دوی له افغانستان سره په بشري برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي او له نورو هېوادونو هم غواړي، چې به دې سختو شرایزو کې له افغانانو خپلې مرستې ونه سپموي.

په ورته وخت کې اردوغان په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی، چې هلته باید بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته درناوی وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 154551

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154551/

جمهور
  https://www.jomhornews.com