کابل کې د پرونۍ چاودنې مرګ ژوبله ۱۶ تنو ته رسېدلې

31 سنبله 1401 ساعت 6:30

چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د شوې چاودنې له امله ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتنې ده.


چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د شوې چاودنې له امله ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتنې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون چهارشنبې د وږي ۳۰ مه غرمه ۱۲:۴۵ بجې د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د برېښنا شرکت ته نېږدې یوه رستورانت کې وشوه.

عیني شاهدان وايي، چاودنه د ګاز ډبې له امله رامنځ ته شوې، خو چارواکو یې تر اوسه د نوعیت په اړه څه نه دي ویلي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران تاییدوي، چې دغه چاودنه کې درې تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

خو ځینې راپورونه او سرچینې وايي، چې دغه چاودنه کې تر ۲۰ پورې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ډېری یې د برېښنا شرکت مامورین دي.

د افغانستان برښنا شرکت په یوه اعلامیه کې لیکلي دي چې په چاودنه کې د دوی یو شمېر کارمندانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو دقیق شمېر يې نه دی لیکلی.

اخوا په کابل کې د استقلال دولتي روغتون پر خپل فېسبوک او ټویټر دغه روغتون ته د وړل شویو دریو مړو او ۱۳ ټپيانو لېست خپور کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154553

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154553/

جمهور
  https://www.jomhornews.com