د پاسپورټ درې کمېشن کاران له زرګونو ډالرو سره نیول شوي

31 سنبله 1401 ساعت 8:49

کورنیو چارو وزارت وايي، د استخباراتو منسوبینو درې تنه د پاسپورټ کمېشن کاران له زرګونه ډالرو او څو جلد پاسپورټونو سره نیولي دي.


کورنیو چارو وزارت وايي، د استخباراتو منسوبینو درې تنه د پاسپورټ کمېشن کاران له زرګونه ډالرو او څو جلد پاسپورټونو سره نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کمېشن کاران پرون چهارشنبې د استخباراتو له خوا لاس په لاس نیول شوي دی.

سرچینې زیاته کړې، له یادو کسانو پنځه جلده پاسپورټونه د ۴ زره او ۵ سوه امریکايي ډالرو په بدل کې له پاسپورټ ریاست څخه را ایستلي و، چې د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو له خوا ونیول شول.

د یادونې ده، چې چې تېره اوونۍ هم ۶۰ تنه د پاسپورټ کمېشن کاران د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو له خوا نیول شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154564

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154564/

جمهور
  https://www.jomhornews.com