متقي:

یوناما د امارت او نړیوالو تر منځ تعامل کې مهم رول لوبولی شي

31 سنبله 1401 ساعت 9:06

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له نړیوالو سره د رغنده تعامل پالیسۍ غوښتونکی او همدا پالیسي پر مخ وړي.


د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له نړیوالو سره د رغنده تعامل پالیسۍ غوښتونکی او همدا پالیسي پر مخ وړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي متقي دغه څرګندونې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما له سرپرست مارکس پوتزل او ورسره پلاوي سره کتنه کې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلي مقتي په دغه لیدنه کې و ویل، چې اسلامي امارت له نړیوالو سره د رغنده تعامل پالیسي پر مخ وړي او په وینا یې په دې برخه کې یو ناما هم ښه رول لوبولی شي.

یاد وزارت ویلي، ښاغلي متقي او پوتزل راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د افغانستان په اړه د يوناما د مشرتابه د وينا، افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمُنشي د نوې ټاکل شوې استازې د راتګ او نورو موضوع ګانو په اړه تفصيلي خبرې وکړې.

ښاغلي متقي د ملګرو ملتونو په ګډون د ټولو دپلوماتيکو ماموريتونو سره د لا زیاتي همکاري د هغوی د ودانيو او کارکوونکو د امنيت د ټينګښت په موخه د پياوړو امنيتي تدابيرو نيولو او د اړوندو کارکوونکو په تګ راتګ کې د نورو اسانتياوو رامنځ ته کولو ډاډ ور کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 154568

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154568/

جمهور
  https://www.jomhornews.com