د فرانسې ولسمشر:

افغانستان کې لوږ باید د نړیوالو د ګډې اجنډا په سر کې وي

31 سنبله 1401 ساعت 9:19

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون افغانستان کې پر لوږې او قحطۍ اندېښنه څرګنده کړې او د دغه ستونزې د حل لپاره یې د نړیوالې ټولنې د اقداماتو غوښتنه کړې.


د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون افغانستان کې پر لوږې او قحطۍ اندېښنه څرګنده کړې او د دغه ستونزې د حل لپاره یې د نړیوالې ټولنې د اقداماتو غوښتنه کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مکرون د ملګرو ملتونو ۷۷ مې عمومي غونده کې ویلي، چې افغانستان له جدي لوږې او قحطۍ سره مخ دی.

نوموړي د نړۍ له مشرانو وغوښتل، چې افغانستان کې قحطي په خپله ګډه اجنډا کې په جدي توګه ونیسي او د مخنیوي او له منځه وړولو لپاره یې جدي اقدامات وکړي.

دغه راز مکرون ترهګرۍ په نړۍ کې یو جدي ګواښ وباله او ویې ویل، چې نړۍ تر اوسه د دغه پدیدې په لمنځه وړلو کې نه ده بریالۍ شوې.

د فرانسې ولسمشر ټینګار کړی، چې ترهګري په افریقا او منځنۍ آسیا کې د جدي اندېښنې وړ ده او باید دغه مساله په بېړنۍ توګه وڅېړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 154571

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154571/

جمهور
  https://www.jomhornews.com