هندوستان ټایمز:

مسعود اظهر افغانستان کې نشته، پاکستان هڅه کوي له نړیوالو فشارونو ځان خلاص کړي

31 سنبله 1401 ساعت 9:37

ځیني هندي چارواکو د پاکستان هغه ادعا بې بنسټه بللې، چې ویلي یې وو، د پاکستان د جیش محمد وسله والې ډلې مشر مسعود اظهر په افغانستان کې دی.


ځیني هندي چارواکو د پاکستان هغه ادعا بې بنسټه بللې، چې ویلي یې وو، د پاکستان د جیش محمد وسله والې ډلې مشر مسعود اظهر په افغانستان کې دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې هندوستان ټایمز د هندي چارواکو له قوله ویلي، دا ادعا د پاکستان د دوکه بازی او له نړیوالو فشارونو څخه د خلاصون یوه لوبه ده.

هندي چارواکو ویلي، په پاریس کې د مالي اقدام ډلې د ناست په درشل کې د اسلام آباد دغه بې بنسټه ادعا پر داسې مهال مطرح کېږي، چې پاکستان د مالي اقدام ډلې تر سخت فشار لاندې دی.

د دغه چارواکو په وینا د همدې فشار د کمولو لپاره اسلام آباد ادعا کړې، چې ګڼې د جیش محمد ډلې مشر په افغانستان کې دی، تر څو د نړیوالو فشارونه پر ځان راکم کړي.

پاکستان له ۲۰۱۹ میلادي کال راهیسې د ترهګرو ډلو د مالي ملاتړ او روزنې له امله د مالي اقدام د نړیوالې ډلې په خړ نوملړ کې دی او د هندي چارواکو په وینا که پاکستان په دې برخه کې جدي اقدام ونه کړي، ښايي تور لېست ته ولوېږي، چې په هغه وخت کې به د پاکستان مالي او بانکي سیستم لویه ضربه و ویني.

د یادونې ده، پاکستاني چارواکو څو ورځې وړاندې ادعا وکړه، چې د چیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر د افغانستان په ختیځ کې دی او افغان حکومت یې باید پر وړاندې اقدام وکړي.

خو د پاکستاني چارواکو دغه بې بنسټه ادعاو ته د افغانستان اسلامي امارت سخت غبرګون وښود او دا یې له حقیقت نه لرې او بې بنسټه ادعاوې وبللې.

د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال ویلي، چې مسعود اظهر او ډله یې پاکستان جوړه کړې او په همغه هېواد کې دي.

ښاغلي مجاهد ټینګار کړی و، چې افغان حکومت په خپله خاوره کې هېچا او هېڅ وسله والې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي او نه به هم افغان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکارول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 154572

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154572/

جمهور
  https://www.jomhornews.com