شاه محمود قریشي:

مسعود اظهر په پاکستان کې دی او سخت ناروغ دی

31 سنبله 1401 ساعت 10:07

د پاکستان د بهرنیو چارو مخکني وزیر شاه محمود قریشي ویلي، چې د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر په پاکستان کې دی.


د پاکستان د بهرنیو چارو مخکني وزیر شاه محمود قریشي ویلي، چې د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر په پاکستان کې دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د راپورونو پر اساس قریشي دغه څرګندونې له سي ان ان سره په یوه مرکه کې کړې دي.

نوموړي په دغه مرکه کې ویلي، چې د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر په پاکستان کې په خپل کور کې دی.

قریشتي زیاته کړې، د دغه د معلوماتو پر اساس مسعود اظهر دومره ناروغ دی، چې ان له کوره هم نه شي وتلي.

قریشي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د پاکستاني چارواکو څو ورځې وړاندې ادعا کړې وه، چې ګڼې مسعود اظهر په افغانستان کې دی او افغان حکومت یې باید ونیسي.

خو هغه مهال اسلامي امارت د پاکستان دغه ادعا په کلکه رد کړه او ویې ویل، چې دوی په خپله خاوره کې هېچا ته اجازه نه ورکوي.

د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال ویلي و، جیش محمد او مسعود اظهر د پاکستان پیداوار دی او هملته پاکستان کې دی.

تازه هندي چارواکو هم د مسعود اظهر په اړه د پاکستاني چارواکو ادعا رد کړې او هغه یې د نړیوالو فشارونو څخه د اسلامي اباد د خلاصون یوه هڅه بللې.

هندوستان ټایمز د هندي چارواکو له قوله ویلي، د پاکستان دغه ادعا چې ګڼې مسعود اظهر افغانستان کې دی نړیوالو ته د دوکې ورکولو پرته د اسلام اباد بله کومه لوبه نه ده.

د هندي چارواکو په وینا دا چې پاریس کې د مالي اقدام نړیوالې ادارې چې پاکستان یې د ترهګرۍ له امله په خړ لېست کې دی غونډه نېږدې راتلونکې کې جوېږي اسلام آباد هڅه کوي، په دغه ډول ادعاو ځان د نړیوالو له فشارونو خلاص کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 154575

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154575/

جمهور
  https://www.jomhornews.com