کاناډا: د ۴۰ زره افغانانو لېږد لړۍ ته دوام ورکوو

2 میزان 1401 ساعت 9:22

کاناډا وايي، دې هېواد ته د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له‌ ۱۵مې وروسته، ۲۰ زره افغان کډوال ور رسېدلي دي.


کاناډا وايي، دې هېواد ته د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له‌ ۱۵مې وروسته، ۲۰ زره افغان کډوال ور رسېدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کاناډا د دولت په یوه خبرپاڼه کې، دې هېواد ته د ۴۰ زره افغان کډوالو د لېږد پروسې په بشپړېدو هم ټینګار شوی.

خبرپاڼه کې لیکل شوي، دوی خپل هېواد ته د ورغلو افغانانو له ورتګ هرکلی کوي او تازه په یوې چارټر الوتکه کې له متحده‌عربي اماراتو هم ۳۳۷ تنه ور رسېدلي دي.

په ورته وخت کې د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو په خپله ټویټرپاڼه خپل هېواد ته تازه لېږدول شویو افغان کډوالو ته هرکلی ویلی او زیاته کړې یې ده، چې کاناډا ته به د ۴۰ زره افغانانو د لېږد په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، یو شمېر افغانان چې کاناډا ته د تلو په شرایطو برابر دي او اوس مهال په درېیمو هېوادونو کې اوسېږي، د خپل بې‌برخلیکه وضعیت په اړه اندېښمن دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 154607

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154607/

جمهور
  https://www.jomhornews.com