چین: افغانستان له ګډوډۍ د نظم او قانونیت پر لور روان دی

4 میزان 1401 ساعت 6:30

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان له ګډوډۍ څخه د نظم، اصولو او قانونیت پر لور روان دی او نړۍ ته بویه چې مرسته او همکاري یې وکړي.


د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان له ګډوډۍ څخه د نظم، اصولو او قانونیت پر لور روان دی او نړۍ ته بویه چې مرسته او همکاري یې وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبرې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د ملګرو ملتونو ۷۷ مه عمومي غونډه کې د وینا پر مهال کړې دي.

ښاغلي يي ټینګار کړی، چې افغانستان له ګډوډۍ څخه د نظم، اصولو او قانونیت پر لور روان دی او نړۍ باید ورسره همکاري او تعامل وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د یو ټولشموله سیاسي چوکاټ د منځلارې تګلارې رامنځته کول کولی شي افغانستان نور هم سم لوري ته بوځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154654

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154654/

جمهور
  https://www.jomhornews.com