ستانکزی:

هېڅ شرعي دلیل نشته چې د ښوونځیو دروازې د تړلې وي

5 میزان 1401 ساعت 13:01

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزی خبرداری ورکړی، چې که د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې خلاصې نه شي، نو ملت به له امارت سره واټن ونیسي.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزی خبرداری ورکړی، چې که د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې خلاصې نه شي، نو ملت به له امارت سره واټن ونیسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي ستانکزي چې نن سه شنبې د تلې ۵ مه په دارلامان ماڼۍ کې د سیاحت او ګرځندوی نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وینا کوله ټینګار وکړ، چې که ملي یووالی غواړو نو د ښوونځیو دروازې باید د ټولو پر مخ پرانستل شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه«تعلیم په نر او ښځه دواړو باندې فرض دی، هېڅوک یې د مخنیوي شرعي دلیل نه لري، بنآ باید ژر تر ژره د تعلیم زمینه برابره شي او د ټولو پر مخ د ښوونځیو او مدرسو دروازې پرانستل شي، که کومه ستونزه موجوده وي، امارت باید هغه حل کړي.»

ښاغلي ستانکزی ټینګار وکړ، چې په دې برخه کې باید دا تبعض او بې عدالتي نه وي، چې احمد د ولاړ شي او محمود د نه ځي، بلکې په وینا یې که موږ ملي وحدت غواړو باید ژر تر ژره د ښوونځیو دروازې د ټولو پر مخ خلاصې کړو.

د هغه په وینا چې د یوه هېواد پرمختګ او پیاوړتیا د نر او ښځې په تعلیم پورې اړوند ده، ځکه په وینا یې هر څومره چې موږ تعلیم کې پرمختګ کوو په همغه اندازه مو هېواد ورسره پیاوړی کېږي.

ښاغلي ستانکزي و ویل، د اسلامي امارت فرض جوړېږي، چې په دې برخه کې جدي ګامونه واخلي، د ښوونځیو دروازې پرانیزي او نر او ښځې ته د تعلیم زمینه برابره کړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې په دې برخه کې هر څومره ځنډ رامنځ ته کېږي، د هېواد په زیان دی او نړیوال او ملت زموږ کړنو ته متوجه دی، چې باید د خپل ملت غوښتنو ته په درنه سترګه وګورو.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین د خپلو خبرو پای کې یو ځل بیا خبرداری ورکړ، چې که د ښوونځیو دروازې ژر تر ژره خلاصې نه شي، نو دغه قهرمان ملت چې د یرغلګرو په ماتو کې یې امارت ته اوږه ورکړې وه، له حکومت څخه فاصله ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 154689

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154689/

جمهور
  https://www.jomhornews.com