د افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولی سرپرست مارکس پوتزل وايي، که د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل ونه شي، دغه هېواد به انزوا ته ولاړ شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پوتزل دغه څرګندونې پرون سه شنبې د تلې ۵ مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د راپور وړاندې کولې پر مهال کړې دي.
پوتزل ملګرو ملتونو ته خبرداری ورکړ چې که د افغانستان سرپرست حکومت د نړیوالو له لوري د رامنځته شوي فرصت په اساس رغوونکي تعامل ته مخه نه کړي، نو دغه هېواد د انزوا، بې وزلۍ او داخلي شخړو ترڅنګ به د ډېرو افغانانو د کډوال کېدو لامل شي.
دغې غونډې ته چې د افغانستان په اړه جوړه شوې وه پوتزل د افغانستان پر وروستیو حالاتو او په ځانګړې توګه د نجونو پر زده کړو، بشري او ښځو حقونو، اقتصادي او امنیتي حالاتو خبرې وکړې.
پوتزل د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وويل، افغانستان له یو لړ سختو بحرانونو سره مخامخ دی، که سرپرست حومت ګام وانخلي، د ټولنې دټولو قشرونو غږ وانه وري او د بېلا بېلو ټولنو استازیتوب ونه شي، ممکن افغانان له لا ډيرې بدبختۍ سره مخامخ کړي.
د هغه په وینا، په تېرو څو میاشتو کې مثبت پرمختګونه هم شوي دي، خو ډېر لږ او ډیر ورو دي او د منفي هغو تر اغېزې لاندې دي.
د وايي، په ځانګړې توګه، د نجونو لپاره د منځنيو زده کړو روان بندیز چې په نړۍ کې بې ساری دی او د ښځو پر حقونو مخ پر زیاتیدونکي محدودیتونه دا ښيي چې طالبان له ۵۰ سلنې څخه د ډېر نفوس په تړاو بې تفاوته دي او ليواله دي چې د نړیوالې انزوا له خطر سره مخامخ شي.
پوتزل وايي، د افغانستان سرپرست حکومت ورته ویلي چې د نجونو پر ثانوي زده کړو بندیز د دوی مشرملا هبت الله اخندزاده لګولی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل