د اوکراین خلکو روسیې سره یو ځای کېدو ته مثبته رایه ورکړې

6 میزان 1401 ساعت 7:53

له روسیې سره د اوکراین د څلورو سیمو د یو ځای کولو په باب د ټولپوښتنې لومړنۍ پایلې ښيي چې د دې سیمو ٩٦ سلنه خلکو له روسیې سره یو ځای کېدو ته مثبته رایه ورکړې ده.


له روسیې سره د اوکراین د څلورو سیمو د یو ځای کولو په باب د ټولپوښتنې لومړنۍ پایلې ښيي چې د دې سیمو ٩٦ سلنه خلکو له روسیې سره یو ځای کېدو ته مثبته رایه ورکړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وایي، دا ټولپوښتنه په څلورو سیمو لوهانسک، دونېتسک، خرسون او زاپوریژیا کې چې د اوکراین د خاورې ١٥ سلنه تشکیلوي، په تېرو پنځو ورځو کې ترسره شوه.

هاخوا سپینې ماڼۍ ویلي چې امریکا به راتلونکو ورځو کې هغه اقدامات اعلان کړي چې د اوکراین په موقتي اشغال شویو سیمو کې د ریفرنډم په ځواب کې د روسیې پر ضد ترسره کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 154700

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154700/

جمهور
  https://www.jomhornews.com