افغانستان له روسیې سره د تېلو، ګاز او غنمو د پېر تړون کړی دی

6 میزان 1401 ساعت 9:06

د افغانستان د سوداګرۍ سرپرست وزیر حاجي نورالدین عزیزي وایي، له روسیې سره یې د پترولو، ډیزلو، ګازو او غنمو د تامین په برخه کې یو موقت قرارداد لاسلیک کړی دی.


د افغانستان د سوداګرۍ سرپرست وزیر حاجي نورالدین عزیزي وایي، له روسیې سره یې د پترولو، ډیزلو، ګازو او غنمو د تامین په برخه کې یو موقت قرارداد لاسلیک کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عزیزي دغه څرګندونې له رویترز خبري آژانس سره مرکه کې کړې دي.

د عزیزي په خبره روسیه به شاوخوا یوملیون ټنه پترول، یو ملیون ټنه ډیزل، پنځه سوه زره ټنه مایع ګاز او دوه ملیون ټنه غنم په کال کې افغانستان ته ورکوي.

نوموړي ویلي، وزارت یې هڅه کوي چې په سوداګریزو شریکانو کې تنوع رامنځته کړي او روسیې طالبانو ته په متوسط ډول په نړیواله کچه په توکو کې د تخفیف وړاندیز کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154708

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154708/

جمهور
  https://www.jomhornews.com