ناورې: د افغانستان منزوي کول د هېچا په ګټه نه دي

6 میزان 1401 ساعت 12:10

د ناروې استازې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې په زغرده ویلي، چې د افغانستان منزوي کول د هېچا په ګټه نه دي.


د ناروې استازې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې په زغرده ویلي، چې د افغانستان منزوي کول د هېچا په ګټه نه دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړې زیاته کړې، له طالبانو سره باید اړیکې وساتل شي ځکه د افغانستان منزوي کېدل نه د افغانانو او نه هم د نړیوالې ټولنې په گټه دي.

هغې ویلي، طالبانو د افغانستان بیارغونې پر ځای د افغانانو د حقونو محدودولو لاره غوره کړې او اوس افغانستان په نړۍ کې یوازېنۍ هېواد دی چې پکې له نجونو څخه د زده کړو حق اخیستل شوی دی.

دغه راز دې غونډې ته د گانا استازي ویلي چې د زده کړو حق د ټولو انسانانو له اساسي حقونو څخه دی.

نوموړي په طالبانو غږ کړی د افغان ښځو او نجونو بشري حقونه ورکړي او په افغانستان کې د افغان نجونو لپاره ثانوي ښوونځي پرانیزي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154716

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154716/

جمهور
  https://www.jomhornews.com