افغان حکومت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي، چې د اسلامي امارت د ځینو چارواو د سفرونو د معافیت موده وغځوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغان حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، امنیت شورا باید د منزوي کېدو له تګلارې کار وانه خلي او د سفرونو معافیت موده دې وغځوي.
نوموړي ټینګار کړي، چې د منزوي کېدو پالیسي د هېڅ لوري په ګټه نه ده، ځکه اسلامي امارت له ټولو اړخونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او دا د ټولو اړخونو په ګته دی.
بل خوا د نړۍوالو چارو شنونکي په دې باور دي، چې سیاسي او اقتصادي بندیزونه د افغانستان په ګټه نه دي.
تر دې وړاندې ځینو ډېپلوماتيکو سرچینو ویلي، د اسلامي امارت د چارواکو د سفرونو د معافیت د غځېدو پر سر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو ترمنځ اختلافونه رامنځته شوي دي.
تر اوسه د ملا عبدالغني برادر، ملا عبدالسلام حنفي، مولوي عبدالکبیر او امیرخان متقي په ګډون د سرپرست حکومت د ۱۳ چارواکو د سفرونو د بندیزونو معافیت نه دی غځول شوی.
جمهورخبري آژانس:کابل