حکمتیار:

د هېواد برخلیک ټاکلو لپاره باید د تصمیم یوه مرجع جوړه کړای شي

9 میزان 1401 ساعت 8:04

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، د هېواد د راتلونکي برخلیک ټاکلو لپاره باید د تصمیم یوه مرجع ایجاد شي.


د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، د هېواد د راتلونکي برخلیک ټاکلو لپاره باید د تصمیم یوه مرجع ایجاد شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، دا مرجع باید د افغانستان اساسي قانون او د راتلونکي نظام د څرنګوالي په اړه پرېکړې وکړي.

ښاغلي حکمتیار زیاته کړې، اوس په افغانستان کې یوه داسې مرجع نشته چې د ټول ملت استازیتوب وکړي.

نوموړي زیاته کړې، دا مرجع به د اوسني موقت حکومت څخه واک په سوله ییزه بڼه نوي حکومت ته انتقالوي.

بل خوا دی زیاتوي، افغانان ځکه وروسته پاتې دي چې فرض شوي علم ته یې شا کړې ده.

ده زیاته کړه د بهرنیو هېوادونو اندېښنو او د هېواد داخلي وضعیت ته په کتلو سره حالات ترینګلي دي او له دې حالاتو او بحران څخه د وتلو لپاره یوه جامع سوله ییزې حل لارې ته اړتیا لري.

حکمتیار دغه راز ویلي، چې د دوحې مذاکرات ځکه بریالي نه یو لوری یې بهرنی و او بل لوري یې د ټولو افغانانو استازیتوب نه شو کولی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154761

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154761/

جمهور
  https://www.jomhornews.com