کابل کې چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله نه لري

9 میزان 1401 ساعت 12:27

یو ځل بیا پلازمېنه کابل کې یوه ښوونځي ته څېرمه چاودنه شوې، خو د ځايي خلکو او چارواکو په وینا هېچا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.


یو ځل بیا پلازمېنه کابل کې یوه ښوونځي ته څېرمه چاودنه شوې، خو د ځايي خلکو او چارواکو په وینا هېچا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن شنبې د تلې ۹ مه څه کم یوه بجه د کابل ښار د خیرخانې په سیمه کې شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ وايي، چاودنه خیرخانه کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي لېسې ته څېرمه شوې، خو چا ته یې زیان نه دی اړولی.
 
دا چاودنه یوه ورځ وروسته تر هغه شوې،‌ چې د جمعې په ورځ کابل کې پر یوه ښوونځي مرکز ځانمرګي برید لږ تر لږه د ۱۹ تنه ووژل او ګڼ نور یې ټپپیان کړل چې ډېری قربانیانې یې نجونې وې.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 154775

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154775/

جمهور
  https://www.jomhornews.com